د امريکا ولسمشريزو ټاکنو ته همجنسګر نوماند: (پیت باتیګیګ) له يو بل نارينه سره واده کړی او نن يې د خپل خاوند په توګه ښکول کړ

روهي (درې نۍ/۱۳ د کب)، پیت باتیګیګ چې اته دېرش کاله عمر لري اوس مهال د متحدو ايالتو ديموکرات ګوند له خوا د دغه هېواد د ۲۰۲۰ز کال ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند دی. 

نوموړي نن په عام محضر کې يو بل کس چې ده ور سره واده کړی دی، ښکول کړ او نوموړي ته يې د خپل خاوند خطاب وکړ. 

پر ټولنيزو رسنيو د پیت باتیګیګ دغه کار په خپله د يو يو شمېر امريکايانو غبرګونونه هم راپورته کړي دي. دوی په غبرګونونو کې ليکلي دي چې د سياسيون لپاره که څه هم د همجنسګرۍ ملاتړي وي،  خو ورته  نه ده په کار چې په عام محضر کې دا ډول کار وکړي. 

يو امريکايۍ ميرمنې په څرګندون يا کمېنټ کې ليکلي دي، چې مونږ هم د ديموکراسۍ په دور کې ژوند کوو او عمر مې تر ۶۰ رسېدلی دی، خو ما تر اوسه خپل خاوند هم د خلکو په منځ کې نه دی ښکول کړی. 

له سويلي افريقا د فېسبوک يو بل کارن ليکلي، چې ښايي په امريکا کې د ميرمنو کمۍ وي، چې دوی سړي له سړي سره واده کړی او يو - بل ته خاوند او ميرمن وايي. دلته افريقا کې نجونې زياتې دي او مونږ به ور سره مرسته وکړو. 

په امريکا کې  ځيني کسان چې د همجنسګرۍ ملاتړي دي ښځو له ښځو او نارينو له نارينو سره وادنه کړي دي.