هرات کې نوی ښوونيز کال وځنډېدو 

روهي (درې نۍ/۱۳  کب)، د کرونا وایروس د مخنیوۍ په موخه د هماهنګۍ کمېټې دویمه ناسته د ملي امنیت شورا په دفتر کې تر سره شوه په دې جلسه کې د کمېټې غړي د خپلو فعالیتونو د پرمختګ په اړه یادې ناستې ته راپور ورکړ.

به ناسته کې وویل شو چې د کرونا وایروس یوه مثبته پیښه ثبت شوې، هالند هیواد ته د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوار د معایناتو لیږل او د یاد مرکز کړنې تایید شوې.

دغه راز په جلسه کې وویل شو چې د بهرنیو چارو وزارت د سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره په اړیکه کې ده تر څو په تفاهم سره په دې تړاو نور لازم اقدامات وشي، په ناسته کې یادونه وشوه چې د کورنیو چارو وزارت سرحدي پولیس په منظم ډول د کرونا وایروس په اړه شوي کړنې څاري خو په هوايي ډګرونو او بندرونو کې د ښځینه روغتیايي ټیمونوغوښتونکي دي.

د هماهنګۍ کمېټې په دغه ناسته کې د کرونا وایروس د مخنیوۍ په موخه لاندې فیصلې وشوې:

• په هرات ولایت کې د تعلیمي کال پیل وځنډول شي خو په نورو ولایتونو کې دې د پلان سره سم عادي حالت تطبیق شي مګر دا چې د وزارت مشرتابه کومه بله پریکړه ولري؛

• د عامې روغتیا وزارت دې په هوايي ډګرونو او د ولسوالیو په سرحداتو کې ښځینه ټیمونه وګماري؛

• د کورنیو چارو ، صنایعو او سوداګریو وزارتونه او د ملي امنیت ریاست دې د خوراکي توکو ، درملو او ماسک د احتکار پر وړاندې جدي اقدام وکړي او سرغړونکي دې د قانون منګلو ته وسپاري؛

• د محابسو اداره او عامې روغتیا وزارت، د بندیانو د کتلو چارې تنظیم کړي ترڅو په کرونا وایروس د اخته کیدو نه مخنیوۍ وشي.