د روسيې په اساسي قانون کې بدلونونه: په خدای ايمان به اجباري؛ نارينه له نارينه او ښځې له ښځې سره واده کول به بند شي 

روهي (درې نۍ/۱۳ دکب)، د روسيې ولسمشر ولادميير پوتين د دغه هېواد په اساسي قانون کې د يو شمېر بدلونونو وړانديز کړی دی. د نورو بدلونو ترڅنګ پوتين غوښتي دي چې د اساسي قانون پر اساس به د روسيې وګړي اړ وي چې په خدای ايمان ولري او اظهار يې کړي. 

همدا ډول د همجنسګارانو يانې نارينه له نارينه او ښځينه له ښځينه سره واده کول به بند او جرم ګڼل کيږي. د پوتين د وړانديز پر اساس دغه او يو شمېر نور بدلونونه بايد زيات اود روسيې اساسي قانون دې تعديل شي. 

بيا له بلې خوا روسيه کې د ولسمشر پوتين سياسي مخالفين د دغه وړانديزونو سره د مخالفت ترڅنګ وايي چې پوتين په دې ډول کارونو سره غواړي يو ځل بيا په واک کې پاتې شي.