د کاتوليک عيسويانو مذهبي مشر (پاپ فرانسیس) کې د کرونا ويروس نښې 

روهي (درې نۍ/۱۳ د کب)، ايټاليا کې د کاتوليک عيسويانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس په اړه تېره اوونۍ داسې راپورنه خپاره شول چې نوموړي کې د کرونا ويروس نښې لېدل شوې دي او ښايي چې په ياد ويروس اخته شوی وي. 

په دې اړه ايټاليا کې روغتياپالانو ويلي دي چې د نوموړي معاينه يې د کرونا ويروس د تشخيص لپاره روغتون ته لېږلی وو او څرګنده شوې ده، چې دی په کرونا نه دی اخته. مسوولين ويلي دي چې زکام او نورې نښې چې په عام ډول يې د کرونا ويروس ناروغان لري؛ په پاپ فرانسیس کې هم لېدل شوې دي، خو نوموړی کرونا ويروس نه لري. 

پاپ فرانسیس چې هره ورځ په مذهبي چارواکو له سلګونه مشرانو او عامو خلکو سره ګوري، له تېرې يوې اووني يې ناستې او لېدنې ځنډولې دي. پاپ فرانسیس ۸۳ کاله عمر لري او پخوا يې د يوې ناروغۍ پر اساس يو سږی لېرې شوی دی. 

ايټاليا کې اوس مهال ۲۰۰۰ کسان په کرونا ويروس اخته دي او همدا ډول هغه کسان چې ژوند يې کرونا ويروس اخېستی دی ۵۴ تنو  ته رسېدلی دی.