هند نوي ډيلي کې د ايران سفير (علي چګني)  احضار  کړ

روهي (درې نۍ/۱۳ د کب)، د هندوستان بهرنيو چارو وزارت نوي ډيلي کې د ايران سفير علي چګني د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د وروستيو څرګندونو په اړه  ورغوښتی يا احضار کړی دی. 

د هندوستان بهرنيو چارو وزارت له سفير علي چګني څخه د جواد ظريف د هغه څرګندونو په اړه سپيناوی غوښتی دی، چې هندوستان کې يې د تابيعت قانون پر سر د راپورته شوي تاوتريخوالي په اړه کړې دي. 

د هندوستان بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې هندوستان کې د تېرې اوونۍ تاوتريخوالي د دغه  کورنۍ مساله ده او ايران ته نه په کار چې د هند په کورنيو چارو کې لاس وهنه وکړي. 

د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف نن ورځ په يوټېت کې ليکلي وو، چې هندوستان کې د مسلمانانو پر وړاندې پلان شوی او منظم تاوتريخوالی روان دی چې د هندوستان حکومت بايد ورته پاملرنه وکړي.