ولسمشر غني طالبانو ته! له پاکستان را ووځئ، سوله کوو 

روهي (درې نۍ/۱۳ د کب)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ په يو رسمي ننګرهار ته لاړ. نوموړي ننګرهار ولس په وينا کې په راتلونکو کارونو، سولې او حکومتوالۍ خبرې وکړې. 

نوموړي د خپلو خبرو په يوې برخې کې په طالبانو غږ کړی چې که چېرې سوله کوی نو له پاکستان را ووځي. ولسمشر غني ويلي چې که چېرې طالبان شرطونه لري نو مونږ هم شرطونه لرو. 

ولسمشر غني ويلي دي چې طالبان له امريکايانو سره سوله او له افغانانو سره جګړه؛ خو د افغانانو وژل او روسره جګړه کول جرم دی. 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهاريانو ته په وينا کې وويل چې ټاکنې پای ته رسېدلې دي او اوس مهال د ملي يووالي وخت را رسېدلی دی. 

ولسمشر غني له ننګرهاريانو مننه کړې ده چې يو ځل يې بيا دا فرصت ورکړ او د افغانستان ولسمشر په توګه يې واک ته ورسولو.