د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ختیځو ولایتونو امنیتي غونډه ترسره شوه

روهي (درې نۍ/۱۳ د کب)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمد اشرف غني، د ختیځو ولایتونو د عمومي امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه، نن سهار ننګرهار ولایت ته ولاړ او د امنیتي او دفاعي مسوولینو په غونډه کې یې ګډون وکړ.

لومړی د ننګرهار او کونړ والیانو د یادو ولایتونو د امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

همداراز، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان جنرال عبدالهادي ترین د امنیتي وضعیت راپور غونډې ورکړ وې ویل، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د داعش ډلې جنګیالیو ته درانه تلفات اړولي او اوسمهال دې ډلې په ننګرهار کې بشپړه ماتې خوړلې ده.

جنرال هادي زیاته کړه، تېره اونۍ د داعش له سلو زیات جنګیالي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تسلیم شوي او د کونړ په لرې پرتو سیمو کې د دې ډلې پر ضد پراخ عملیات دوام لري.

جمهوررئیس غني د تاوتریخوالي کموالي اونۍ د غوره مدیریت په خاطر د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هڅو مننه وکړه او ملکي او نظامي مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د خلکو د غوره امنیت تامین په موخه، د انکشافي پروژو په تطبیق او د خدمتونو وړاندې کولو لا زیات تمرکز وکړي.