کرونا ويروس امريکا د دوه کسانو ژوند واخېست 

روهي (درې نۍ/۱۳ د کب)، له چين خپور شوي کرونا ويروس چې تر امريکا او د نړۍ نېږدې نوي سلنه هېوادنو رسېدلی دی، متحدو ايالتو کې يې د دوه کسانو ژوند واخېست. 

امريکا کې ۷۰ کسان په دغه ويروس اوس مهال اخته دي. يو کس په واشنګټن کې مړ شوی او يوه ميرمن چې ويل کيږي تازه له ايران راغلې وه په نيويارک کې مړه شوې ده. 

همدا ډول نن ورځ له سعودي عربستان، اُردن او مراکش هېوادونو  هم د کرونا ويروس د مثبتو پېښو د ثبت خبرونه ورکړل شوي دي. 

د کرونا ويروس د اغېزمنو او تلفاتو شمېر تر ټول ډېر په چين کې دی. چين کې دغه ويروس ۲۹۱۲ وژلي او تر ۸۰ زره نور پرې ککړ دي.