ساينس پوهان: د هوا ککړتيا هر کال نهه مېلېونه کسان وژني 

روهي (درې نۍ/۱۳ د کب)، هغه ناروغۍ چې د ککړې هوا له امله رامنځ ته کيږي هر کال په نړۍ کې تر نهه مېلېونه کسانو د ژوند اخېستلو سبب کيږي. شوې څېړنه په ګوته کوي چې ککړه هوا سبب کيږي چې د خلکو ژوند د درېيو کالونو په اندازه راکم کړي. 

دغه راپور کې ويل شوي دې چې ککړه هوا هر کال د مالاريا په په پرتله ۱۹ ځلې، د ايډز په پرتله نهه ځلې او د شرابو په پرتله ۳ ځلې ډېر کسان وژني. 

د زړه ناروغۍ، د وينې لوړ فشار، د سږو ناروغۍ، شکر او ځيني نورې هغه ناروغۍ دي چې د ککړې هوا پر اساس رامنځ ته کيږي او يا يې هم ککړه هوا خطر ډېروي. همدا ډول د سږو سرطان شپږ سلنه لامل ککړه هوا ښوودل شوې ده. 

د ککړې هوا تر ټولو ډېره اغېزمنه سيمه د اسيا وچه ده او بيا په دې وچه کې هندوستان، پاکستان او چين هغه هېوادونه چې ککړې هوا يې د وګړو ژوند راکم کړی دی. په اروپا کې بيا بلغاريا، هنګرۍ او رومانيا ډېره ککړه هوا لري. 

د روغتیا نړيوال  سازمان هم مني چې هر کال اته مېلېونه او اته سوه زره کسان د ککړې هوا له امله درې يا څلور کاله مخکې د خپل اصلي ژوند  مري.