مارک اسپر: افغانستان کې د سولې لاره اوږده، لوړې - ژورې لرونکې او له کړکېچونو ډکه ده 

روهي (درې نۍ/۱۳ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو دفاع وزير مارک اسپر تېره ورځ سپينه ماڼۍ کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په اړه خبرې ناسته درلوده او د افغانستان د راتلونکې سولې په اړه يې خبرې کړې. 

اسپر ويلي چې افغانستان کې د سولې لار اوږده، لوړې - ژورې لرونکې او له کړکېچونو ډکه ده. نوموړي هيله ښوودلې ده چې افغان حکومت او وسله وال طالبان به د بين الافغاني خبرو له لارې سره د سولې هوکړې ته  ورسيږي. 

دفاع وزير وايي چې افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر به له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو بهير مشري کوي. 

نوموړي ويلي دي چې لومړی به د ۱۳۰۰۰ زره پوځيانو له ډلې ۸۶۰۰ پوځيان بهر کيږي، له هغې وروسته به وضعيت ته کتل کيږي او د نورو پوځيانو د وتلو په اړه به فکر کيږي. 

مارک اسپر ټېنګار کړی دی چې متحد ايالت به د طالبانو پر وړاندې پوځي عمليات بس کړي خو په افغانستان کې د داعش، القاعده او نورو وسله والو ډلو پر وړاندې چې د امريکا ملي امنيت ته ګواښ دي، عمليات جاري وساتي. 

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه ليک اړوند؛ د مارچ مياشتې په لسمه يا له هوکړه ليک لس ورځې وروسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بين الافغاني خبرې پيل شي، خو طالبان د بين الافغاني خبرو وړاندې د پنځه زره طالب بنديانو په خوشي کېدو او افغان حکومت د بين الافغاني خبرو په جريان کې د طالب بنديانو پر خوشي کېدو ټېنګار کوي.