د ايران بهرنيو چارو وزارت: هند کې د مسلمانانو پر وړاندې پلان شوی تاوتريخوالی غندو 

روهي (درې نۍ/۱۳ د کب)، د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف هندوستان کې د مسلمانانو پر وړاندې روان تاوتريخوالي غندلی او اندېښنه يې پرې څرګنده کړې ده. 

نوموړي پر ټوېټر ليکلي دي، "ايران د هندي مسلمانانو پر وړاندې پلان شوی تاوتريخوالی په کلکه غندي. ايران له پيړو د هندوستان دوست هېواد دی. مونږ د هندوستان له حکومت غواړو چې د هندوستان ټولو وګړو د ښه او ارام ژوند زمېنه برابره کړي." 

هندوستان کې د تابيعت قانون پر سر د راپورته شوي تاوتريخوالي په پايله کې تر ۳۸ مسلمانان شهيدان شوي او په لسګونه نور ټپيان دي. د هندو سخت دريځه بريدونو کې د مسلمانانو ځيني کورونه، مسجدونه او هټۍ هم ورانې شوې او سوځېدلې دي. 

د هندوستان دننه يو شمېر سياسي ډلې او د سياسي وضعيت شنونکي د نرېندرا مودي په مشرۍ د هندوستان واکمن ګوند، د دغه تاوتريخوالي اصلي مسوول ګڼي او ادعا کوي چې په قضدي ډول يې د مسلمانانو پر وړاندې په تاوتريخوالي لاس پوري کړی.