واشنګټن کې افغان سفيره: د امريکا او طالبانو د سولې تړون په اړه اندېښمن يو 

روهي (درې نۍ/۱۳ د کب)، واشنګټن کې افغان سفيره رويا رحماني چې تازه کابل ته راغلې ده، تېره ورځ يې رسنيو سره د امريکا متحدو ايالتو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په اړه څرګندونې کړې. 

ميرمن رحماني وايي چې افغانان د سولې له دغه هوکړه ليک خوښ دي خو يو شمېر يې د پايلو په اړه اندېښنه لري. د ځينو افغانانو اندېښنه دا ده چې د امريکايانو په وتلو به د افغانانو بشري او ښځو حقوق خوندي نه شي. 

متحدو ايالتو کې د افغانستان سفيرې دا هم ويلي دي، چې د دغه ده هېوادونه ترمنځ ملګرتيا او اړيکې به دوامدارې وي. 

که څه هم د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه ليک هرکلی وشو، خو يو شمېر  افغانان دا اندېښنه لري چې له هوکړې ليک وروسته وضعيت؛  د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرو دوی په يو ناڅرګند برخليک کې اچولي دي.