کرونا ويروس سعودي عربستان ته هم ورسېد 

روهي (درې نۍ/۱۳ د کب)، سعودي چارواکو منلې ده چې په دغه هېواد کې د کرونا ويروس لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوې ده. مسوولين وايي چې په کرونا اخته کس د تونس  وګړی دی چې تازه له ايټاليا سعودي عربستان ته راغلی دی. 

بل خوا په ُاردن او مراکش کې هم مسوولين تائيدوي چې د کرونا ويروس مثبتې پېښې په کې ثبت شوې دي. مراکش او اُوردن ته له ايټاليا دغه ويروس رسېدلی دی. 

د منځني ختيځ په هېوادونو کې ايران هغه هېواد دی چې کرونا ويروس په کې تر ټولو چټک خپور شو. اوس مهال د منځني ختيځ ډېری هېوادونو کې د کرونا ويروس مثبتې پښې ثبت شوې دي.