افغان ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ته لاړ 

روهي (درې نۍ/۱۳ د کب)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د يو دولتي پلاوي په ګډون د هېواد ختيځ ننګرهار ولايت ته تللی دی.  د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلميار او يو شمېر نور چارواکي هم  له ولسمشر غني سره په دې سفر کې ملتيا کوي. 

له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې لېکل شوي دي، "د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئيس محمداشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ننګرهار ولایت د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه نن سهار د یاد ولایت مرکز جلال اباد ته ورسېد."