قطر کې د افغان حکومت شپږ کسيز پلاوی؛ آيا طالبانو ور سره لېدنه وکړه؟ 

روهي (درې نۍ/۱۳ د کب)، په دوحه کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې خبرو له لاسليک يوه ورځ وړاندې افغان حکومت قطر ته يو شپږکسيز پلاوی ولېږو، ترڅو له طالبانو سره د بين الافغاني خبرې په اړه وګوري. 

دغه پلاوي د سولې تړون د لاسليک په مراسم کې هم برخه نه وه اخېستې او همدا ډول يې تر اوسه په اړه بشپړ رسنيز مالومات نشته، چې ياد پلاوی چېرته اوسي، څه کوي او چا سره يې لېدلې دي. 

د ولسمشر وياند صديق صديقي رسنيو ته د دغه پلاوي په اړه ډېر جزئيات نه دي ورکړي، خو ويل شوي دي، چې ياد پلاوی به طالبانو سره ګوري او د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو په لومړيو مسايلو به غږيږي. 

له قطره ځينو سرچينو ويلي دي چې دغه پلاوی د قطر حکومت په بلنه غوښتل شوی ترڅو طالبانو سره وګوري او ويل کيږي چې طالبانو سره يې يوه ناسته  هم  شوې ده. خو طالبانو تر اوسه دا تائيد کړې نه ده. 

د ملي امنيت شورا مرستيال سالم شاه ابراهیمي، د عدليې وزارت مرستياله ذکیه عادلي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستيال عبدالخالق بالاکرزی، په اندونزيا کې د افغانستان سفير فیض الله ذکي، د حج او اوقافو وزارت معين  مولوي مظفري او د زندانانو رئيس  توتاخیل، د دغه پلاوي غړي دي.