ولسمشر غني يې پر نيوکو او شکايتونو غوږ نه ګروي؛ عبدالله عبدالله د واليانو ټاکلو لړۍ بيا پيل کې دايکنډي، بدخشان، فارياب او تخار ته واليان ټاکي 

روهي (دوه نۍ/۱۲ د کب)، د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم نېږدې له يوې اوونۍ چوپتيا وروسته پلان لري چې د واليانو د ټاکلو لړۍ بيا پيل کړي او ځيني ولايتونو  ته واليان وټاکي. 

د دغه ډلې د ټاکنيزو څارونکو مسوول فضل احمد معنوي رسنیو ته ويلي دي چې دي چې د ټاکنيزو کړکېچونو د هواري برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی او دوی به بيا د واليانو د ټاکلو لړۍ پيل کړي. 

ازادۍ راډيو ته د عبدالله عبدالله نېږدې کسانو ويلي ديی چې پلان لري ترڅو نېږدې ورځو کې فارياب، دايکنډي، بدخشان او تخار ولايتونو ته خپل واليان معرفي کړي. 

بيا له بلې خوا ولسمشرۍ ماڼۍ کې مسوولينو رسنيو ته ويلي، ولسمشر محمد اشرف غني به د کب په ۱۹ نېټه د هېواد د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.