د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (دوه نۍ/دوشنبه) 

اسوشېټېډ پرېس: ولې امريکا له طالبانو سره د سولې هوکړه وکړه؟ 
اسوشېټېډ پرېس په خپلې يوې تازه مقاله کې په دوحه کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې تړون او تر شا يې د حتمالي لاملونو په اړه ليکلي دي. 

اسوشېټېډ پرېس ليکلي چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې هوکړه او له دې وړاندې له عراق د امريکايي ځواکونو وتل، د امريکا د بهرني او امنيتي سياست هغه برخه ده، چې غواړي چې کوچينو هېوادونو بهر او د نړۍ سترو هېوادونو سره سيالي پيل کړي. 

مقاله کې د متحدو ايالتو دفاع وزير مارک اسپر د دوه ورځې وړاندې ناستې ته په اشارې ويل شوي دي، چې متحد ايالت غواړي اوس مهال خپل ډېر پام د نړۍ ستر هېوادونو لکه چين او روسيې ته کړي. امريکا غواړي چې په افغانستان، عراق او يو شمېر نورو هېوادونو کې چې دوی  يې ډېر بوخت کړي دي، ځان خلاص کړي. 

ويل کيږي چې امريکا له چين او روسيې سره د پرمختللو وسلو، ټېکنالوژۍ او اقتصادي جګړې لپاره چمتوال نېسي او هڅه کې چې د افغانستان په شمول د نړۍ په ځينو نورو برخو کې چې دوی يې له کالونو بوخت ساتلي، ځاني او مالي زيانونه يې ورکړي دي؛ را بهر شي. 

فرانس پرېس: چين (اویغور مسلمانان) اجباري  کارونو ته اړ کړي 
فرانس خبري اژانس د راپورونو پر اساس ليکلي دي چې د چين هېواد هلته لوکي  اویغور مسلمانان سختو او اجباري کارونو ته اړ کړي دي. 

ويل کيږي چې ځيني مشهور نړيوال شرکتونه چې چين کې فعاليت کوي،  اویغور مسلمانان ورته استول کيږي ترڅو سخت او په اجباري دول هلته د کارګرو به ډول کار وکړي. 

دغه راپور کې آپل، سوني، سمسونګ، نايک، واه وې، ګاپ،  بي اِم ډبليو او يو شمېر نور نړيوال شرکتونه تورن شوي دي چې په زرګونه  اویغور مسلمانان يې د کارګرو په توګه اجباري کارونو ته نېولې دي. 

د اسټراليا د سټراټيژيکو پالېسيو انسټېټويټ په خپل نشر شوي راپور کې ويلي دي چې له اته سوه زره ډېر اویغور مسلمانان يې د زور کارونو ته اړ کړي دي. 

خو د چين حکومت دغه راپور رد کړی دی او ويلي دي چې دوی د مسلکي زده کړو او تجربې په پار يو شمېر زده کوونکي او نور کسان داسې کمپنيو ته لېږي ترڅو له مذهبي سخت دريځۍ، ترهګرۍ او بنسټ پالنې لېرې وساتل شي. 

رويټرز: سمسونګ وېتنام کې د ۲۲۰ مېلېونه امريکايي ډالرو په ارزښت مرکز جوړوي 
د ټېکنالوژۍ په برخه کې نړيوال سمسونګ شرکت پلان لري چې وېتنام کې د ۲۲۰ مېلېونه امريکايي ډالرو په ارزښت د پلټنې او پراختيا مرکز پرانېزي. 

سمسونګ وايي چې دغه رېسرچ مرکز به له ۲۰۰۰ او ۳۰۰۰ کارکوونکي ولري او د ټېکنالوژۍ د نوښتونو په برخه کې به  څېړنې  او پلټنې تر سره کوي. 

د سمسونګ دغه مرکز په سويلي اسيا کې بې سارې دی. د انټرنېټي استخابراتو او په ځانګړي ډول  د 5G انټرنېټ په برخه کې به دغه مرکز ځاګړې برنامې تر سره کوي. 

سمسونګ د سويلي کوريا شرکت دی چې نړيوال ارزښت لري او د نړۍ په ډېری هېوادونو کې يې توليدات پيدا کيږي. 

جيونيوز: ايران ک د کرونا ويروس وروستۍ شمېرې 
له چين تللی ايران د کرونا ويروس د اغېزمنو او مړو شمېرې پورته شوې دي. په تازه شمېرو کې کرونا ويروس په دغه هېواد کې  ۵۴ کسان وژلي او ۹۷۸ نور پرې ککړ دي. 

د ايران د روغتيا وزارت وياند کیانوش جهانپور رسنيو ته د پورته شېمرو د تائيد ترڅنګ ويلي دي چې مذهبي ښار مشهد کې هم مثبتې پېښې ثبت شوې دي. 

ايران کې د عامو وګړو ترڅنګ لوړپوړي دولتي چارواکي هم په کرونا اخته شوی دي. د ايران د روغتيا وزارت مرستيال، د ولسمشر مرستياله او د پارلمان درې غړي هم د کرونا ويروس له اغېزمنو دي. 

کرونا ويروس چې له چين خپور شو اوس مهال نېږدې د نړۍ ټولو هېوادونو ته رسېدلی دی. افغانستان کې هم د کرونا ويروس يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده. 

تايمز اف انډيا: (رادھیکا مدن) په (انګريزي مېډيم) کې 
انګريزي مېډيم يا Angrezi Medium د هندوستان باليووډ سېنما نوی فلم دی چې د روانې مارچ مياشتې په ۱۳ نېټه هندوستان کې نندارې ته وړاندې کيږي. 

د هندوستان باليووډ سېتما مشهورو لوبغاړو رادھیکا مدن،  عرفان خان، کرینه کپور خان، دیپک ډوبریال او رنویر شاوري په دې فلم کې مرکزي رولونه لوبولي دي. 

دغه فلم په ۲۰۱۷ کال کې کرينه کپور عرفان خان، هندي مېډيم فلم په پل جوړ شوی دی. فلم کېمډي دی او په هندوستان کې د انګلېس کلتور، انګلېسي ژبې او لوېدېځۍ ديموکراسۍ صحنې په کې  وړاندې شوې دي.  د دغه فلم ډېرې برخې لندن کې ډکې شوې دي. 

هندوستان يو وخت د بريتانيا اشغال وو چې تر نن ورځې يې هم اغېز پاتې دی. هندوستان وکولی شول چې د مهاتما ګاندي په مشرۍ په سوله ييز ډول انګريزان له خپل هېواد بهر کړي. دغه فلم د انګلېس د اشغال د وخت هغه کړه وړه چې هنديان يې اوس هم لري او د کلتور برخه ې ګرځېدلې ده، انځور کړي دي. 

سکای نيوز: انګلستان له امريکا لارې جدا کوي 
د انګلسان حکومت په دې غور کوي چې له اروپايي ټولنې او د امريکا متحدو ايالتو د سوداګرۍ په برخه کې خپله لار جدا کړي. 

د انګلستان د حکومت کابينې د لومړي وزير په مشرۍ نن ورځ ناسته کوي او په دې فکر کوي چې له امريکا سره د سوداګرۍ له تړون ځان بهر کړي. 

همدا نن ورځ انګلستان له اروپايي تولنې سره هم ناسته کوي او ترمنځ سوداګرۍ باندې يې خبرې کيږي. انګلستان حکومت نېږدې مياشت وړاندې دا پرېکړه وکړه چې د اروپايي ټولنې له غړيتوب ووځي. 

انګلستان دوه سترې ټاکنې لري، چې يا له امريکا متحدو ايالتو او يا هم له اروپايي ټولنې سره سوداګري ولري، خو ښايي چې انګستان به د سوداګرۍ په برخه کې خبلواک پاتې شي او له دواړو به ځان جلا کړي. 
 

ای بي سي نيوز: د مصر حکومت خپل ۳۷ وګړي پر اعدام ۶۱ په عمري بند محکوم کړل
د مصر پلامېنې قاهرې يو لوړې محکمې د دغه هېواد د يو لوړپوړي پوځي چارواکي په شمول ۳۷ کسانو ته د اعدام سزا ټاکلې ده. دغه له ترهګرو سره په تړاو تورن دي. 

محکمې ويلي دي چې ياد کسانو په مصر کې دننه د حکومت ضد يو شمېر ترهګرو ډلو سره تړاو درلود او ملاتړ يې کولو. دغه کسانو کې پخوانی مصري پوځي هشام الاشماوي هم شامل دی. 

د مصر حکومت له کالونو د هېواد په شمال سينا او لوېديځ کوير دښتو کې د حکومت ضد وسله والو سره په جګړه بوخت او د ترهګرو نوم يې ورکړی دی. 

ياد ۳۷ کسان په پلازمېنې قاهرې او د هېواد په ځينو نورو برخو کې د پوليسو پر مرکزونو او حکومتي ادارو د وسله  والو خونړيو بريدونو تر شا په همکارۍ تورن دي. 

د قاهرې دغه لوړې محکمې له يادو کسانو وراېخوا ۶۱ کسان په عمري بند او ۸۵ له پنځو بيا تر درېيو کالونو بند هم محکوم کړي دي. 

سي جي ټي اِن: د چين روغتونونه د کرونا ويروس ناروغانو ته انتظار باسي 
چين کې د کرونا ويروس د خپرېدو ورروسته دغه هېواد يو زر ستريز روغتون نېږدې په لسو کې جوړ کړ او همدا ډول يې ځيني نور پخواني جوړ شوي روغتونونه د کرونا ويروس د ناروغانو درملنې ته ځانګړې کړي دي. 

د چين په ووهان  ايالت Qiaokou  سيمه کې دغه روغتون په لنډمهاله ډول د کرونا ويروس ناروغانو ته ځانګړی شوی دی. دغه روغتون کې اوس مهال تر ۷۶ ناروغان بستر دي او ۳۴ نور ترې تېره ورځ رخصت شول. 

د دا چين په ووهان ايالت کې د ۱۶ هغه  رغتونونو له ډلې دی، چې يوازې د کرونا پر ويروس د اخته کسانو درملنه په کې کيږي. 

دغه روغتون تېره مياشت هغه وخت د کرونا ويروس ناروغانو ته ځانګړی شو چې په ووهان  ايالت کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر لوړ شو. په لومړي ځل دغه روغتون کې تر ۳۳۰ کسان بستر شول. 

جیانګ هان بيا په ووهان کې تر ټول ستر روغتون دی چې له زرو ډېر په دغه ويروس ککړ ناروغان په کې درملنه کيږي او ۱۴ وروسته رخصت کيږي. 

سي بي اِس:  له اتو کسانو يې په چاړه سرونه پرې کړي خو وايي چې دا کار  راباندې  شيطان کړی
 د امريکا متحدو ايالتو میسیسیپی ايالت کې محکمې (ویلي کوري ګادبولت) کس ته چې ۳۷ کاله عمر لري د مرګ سزا ټاکلې ده. نوموړي په ۲۰۱۷ کال کې له اتو کسانو په چاړه سرونه غوڅ کړي وو. 

نوموړي تېره ورځ محکمې په ډېر جرئت سره له ځان دفاع کوله او ويلي چې ده غوښتل چې يو ښه انسان اوسي، خو شيطان راغی او دی يې له ښه والي بدې لارې ته راهي کړ. 

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال د عيسوي ديني اړوند د تقدير خبرې کولې او د محکمې په تالار کې د قربانيانو يو خپلوان پر غوسه کيږي او له قاضي غواړي چې د نوموړي بې بنسټه خبرې بند کړي. 

(ویلي کوري ګادبولت)  وايي چې ده نه غوښتل داسې يو کار وکړي خو دا ورته لېکل شوي وو او شيطالن لامل شو چې دی داسې يو کار تر سره کړي. نوموړي د خپل جرم پړه د شيطان په غاړه اچولې ده. 

(ویلي کوري ګادبولت)  په ۲۰۱۷ کال کې د خپلې ميرمنې پلار کور ته لاړ، د خواښې په شمول يې له څلورو کسانو په چاړه سرونه پرې کړل او ورپسې يې په دوه نورو کورونو کې څلور نور کسان ووژل. 

العربيه: منځني ختيځ کې هوايي کرښو سل مېلېونه امريکايي ډالر زيان موندلی 
 د منځني ختيځ ډېری هېوادونو کې د کرونا وژونکي ويروس له امله  د خلکو تګ - راتګ کم شوی او په دې اساس هوايي شرکتونو سل مېلېونه امريکايي ډالر نېږدې په تېرې يوې مياشت کې زيان کړی. 

د عربي متحده اماراتو، قطر، سعودي عربستان، يمن، ايران او يو شمېر نورو منځني ختيځ هېوادونو هوايي شرکتونو الوتنې د تېر په پرتله د پام وړ را کمې شوې دي. 

کرونا ويروس چې اوس مهال يې د نړۍ نېږدې هر ګوټ ته خان رسولی دی، د انساني تلفاتو ترڅنګ يې په سوداګرۍ، تګ - راتګ او ټولنيز ژوند ژ،ر منفي اغېز کړي دي.