منځني ختيځ کې هوايي کرښو سل مېلېونه امريکايي ډالر زيان موندلی 

روهي (دوه نۍ/۱۲ د کب)، د منځني ختيځ ډېری هېوادونو کې د کرونا وژونکي ويروس له امله  د خلکو تګ - راتګ کم شوی او په دې اساس هوايي شرکتونو سل مېلېونه امريکايي ډالر نېږدې په تېرې يوې مياشت کې زيان کړی. 

د عربي متحده اماراتو، قطر، سعودي عربستان، يمن، ايران او يو شمېر نورو منځني ختيځ هېوادونو هوايي شرکتونو الوتنې د تېر په پرتله د پام وړ را کمې شوې دي. 

کرونا ويروس چې اوس مهال يې د نړۍ نېږدې هر ګوټ ته خان رسولی دی، د انساني تلفاتو ترڅنګ يې په سوداګرۍ، تګ - راتګ او ټولنيز ژوند ژ،ر منفي اغېز کړي دي.