خوست کې موټرسايکل بم چاودنې ۳ کسان وژلي او ۱۱ نور ټپيان دي

روهي (دوه نۍ/۱۲ د کس)، د خوست په نادره شاه کوټ ولسوالۍ کې د موټرسايکل بم پخه چاودنه کې چې د فوټپال پر مهال رامنځ ته شوې ده درې کسان وژل شوي او يوولس نور په کې ټپيان دي. 

د خوست امنيه قومندان سيد احمد بابه زي رسنيو ته د پېښې تائيد کړی دی او ويلي دي چې چاودنه د موټرسايکل په وسيله د خوست نادر شاه کوټ ولسوالۍ د فوټبال يو  لوبغاړي سره نېږدې شوې ده. 

د طالبانو په شمول کومې وسله والې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دی منلی. دا چاودنه په داسې وخت کې کيږي، چې دوه ورځې وړاندې طالبانو او امريکا دوحه کې د سولې تړون لاسليک او همدا ډول تېره اوونۍ طالبانو له افغان حکومت سره اور کم اعلان کړی وو.