له اتو کسانو يې په چاړه سرونه پرې کړي خو وايي چې دا کار  راباندې  شيطان کړی



روهي (دوه نۍ/۱۲ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو میسیسیپی ايالت کې محکمې (ویلي کوري ګادبولت) کس ته چې ۳۷ کاله عمر لري د مرګ سزا ټاکلې ده. نوموړي په ۲۰۱۷ کال کې له اتو کسانو په چاړه سرونه غوڅ کړي وو. 

نوموړي تېره ورځ محکمې په ډېر جرئت سره له ځان دفاع کوله او ويلي چې ده غوښتل چې يو ښه انسان اوسي، خو شيطان راغی او دی يې له ښه والي بدې لارې ته راهي کړ. 

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال د عيسوي ديني اړوند د تقدير خبرې کولې او د محکمې په تالار کې د قربانيانو يو خپلوان پر غوسه کيږي او له قاضي غواړي چې د نوموړي بې بنسټه خبرې بند کړي. 

(ویلي کوري ګادبولت)  وايي چې ده نه غوښتل داسې يو کار وکړي خو دا ورته لېکل شوي وو او شيطالن لامل شو چې دی داسې يو کار تر سره کړي. نوموړي د خپل جرم پړه د شيطان په غاړه اچولې ده. 

(ویلي کوري ګادبولت)  په ۲۰۱۷ کال کې د خپلې ميرمنې پلار کور ته لاړ، د خواښې په شمول يې له څلورو کسانو په چاړه سرونه پرې کړل او ورپسې يې په دوه نورو کورونو کې څلور نور کسان ووژل. 


تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ