وحشت
له وحشته ډکه صحنه و، د وار غږ مې واورېده ، چې یو څوک په سپېړه ووهل شول، اودس مې کوه کوزه مې لا لاس کې هماغسې نیولې و، چې په دروازې مې ور منډه کړه، کاله کې څوک نه و او ما هم دروازه چوله کړه ، او سم د واره مې سترګې د اورېدل شوي غږ په انخور ولږېدې.
هغه ځناور مې تر سترګو شو چې ما یې پخوا په اړه اورېدلي و، په خپل اووه کالو شاوخوا ماشوم باندې لاس پورته که او څو وارې یې په کلکې سپېړې د ځمکې پر مخ راوغوځاوه په داسې حال کې چې کراچۍ یې په لاسونو کې و وبه لوېد او بېرته به پاسېده، خو کوم څه مې چې له زړه نه ورته وینې وڅڅولې هغه دا و چې د ماشوم له سترګو یوه اوښکه رانغله او نه یې هم د غبرګون کومه هڅه کوله.
داسې راته واېسېده چې ګوندې دا ماشوم په وهلو کې نور پوخ شوی وي او ورسره عادت وي.د دې ماشوم معصومیت او د پلار بې رحمۍ چلند یې راته تر ډېره په سترګو کې و.
وروسته مې د دوی د تېر کال پیښه را یاده شوه، چې خپل مشر زوی یې د شلو روپیو ورکېدو په سبب دومره د خلکو پر وړاندې وهلی ټکولی و، چې زوی یې ځان وژنه وکړه.
څومره حیرانونکې ده کورنۍ، مور، پلار درلول د ماشوم لپاره باید د هغه تکیه اوسی خو په بدبختۍ سره زمونږ د ماشومانو ذهنونو وروسته پاتې کېدو، په خپل ځان باور له لاسه ورکول، له ماشومتوبه وېره او ډار کې اوسېدل د بیلابېلو رواني ناروغیو سبب شوی.
زمونږ د ټولنې ماشومان له کوره او د ژوند له هماغه لومړیو څخه سالمه روزنه نه ویني. په کور کې د هڅونې او تشویق پر ځای د پلار او مور او کله هم د بنې او مشرانو وهلو ته پاتې وي چې دا حالت ډېر دردونکی ده.
پکار دی چې ماشوم ډېری وخت خپلو کارونو کې وهڅوو او له ماشومتوبه د استقلالیت حس ور وبښو، که هر څومره د ژوند جنجالونه راباندې زور شی خو ماشومان باید ترې لرې وساتو هغوی ته لکه څنګه چې اړین بریښی د خوښې وړ نړۍ یې ورته جوړه کړو.
لیکواله: مریم صدیقي
وروستي