کرزی او سياف نن بيا له ډاکټر عبدالله عبدالله سره لېدلي

روهي (دوه نۍ/۱۲ د کب)، د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف نن ورځ اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله سره په اجرائيه رياست کې کتلي دي. 

د اجرائيه رياست په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې دغه لېدنه کې د سولې پر هوکړه ليک او همدا ډول د ټاکنو پر سر راپورته شوي کړکېچ بحث شوی. 
 


له دې وړاندې هم پخواني ولسمشر کرزي او عبدالرب رسول سياف له ولسمشر غني او ډاکټر عبدلله عبدالله سره هم په سولې او ټاکنو خبرې - اترې کړې وې.