د مصر حکومت خپل ۳۷ وګړي پر اعدام ۶۱ په عمري بند محکوم کړل

د مصر پلامېنې قاهرې يو لوړې محکمې د دغه هېواد د يو لوړپوړي پوځي چارواکي په شمول ۳۷ کسانو ته د اعدام سزا ټاکلې ده. دغه له ترهګرو سره په تړاو تورن دي. 

محکمې ويلي دي چې ياد کسانو په مصر کې دننه د حکومت ضد يو شمېر ترهګرو ډلو سره تړاو درلود او ملاتړ يې کولو. دغه کسانو کې پخوانی مصري پوځي هشام الاشماوي هم شامل دی. 

د مصر حکومت له کالونو د هېواد په شمال سينا او لوېديځ کوير دښتو کې د حکومت ضد وسله والو سره په جګړه بوخت او د ترهګرو نوم يې ورکړی دی. 

ياد ۳۷ کسان په پلازمېنې قاهرې او د هېواد په ځينو نورو برخو کې د پوليسو پر مرکزونو او حکومتي ادارو د وسله  والو خونړيو بريدونو تر شا په همکارۍ تورن دي. 

د قاهرې دغه لوړې محکمې له يادو کسانو وراېخوا ۶۱ کسان په عمري بند او ۸۵ له پنځو بيا تر درېيو کالونو بند هم محکوم کړي دي.