قريشي: اړتيا نشته چې امريکا زمونږ او د افغانستان ترمنځ ستونزې حل کړي 

روهي (دوه نۍ/۱۲ د کب)، د افغان حکومت، امريکا او ناټو ګډې اعلاميې، چې دوه ورځې وړاندې کابل کې رسنيزه شوه،  يوه ماده دا ده چې امريکا به د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزو هواري کې مرسته او همکاري کوي. 

دغه اعلاميې ته پاکستان غبرګون ښوودلی او ويلي دي چې اړتيا نشته امريکا د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې حل کړي. د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي چې که چېرې د افانستان او پاکستان ترمنځ کومه ستونزه شتون ولري، نو دغه دوه هېوادونه به يې د دوه اړخيزو اړيکو له لارې سره حلوي. 

قريشي ويلي دي چې امريکا به له افغانستان ووځي، خو مونږ او افغانستان سره د تل لپاره ګاونډيانو يو او خپلې ستونزې په خپل منځ کې حل کوو. نوموړي له افغان حکومت غوښتي دي چې هر مساله بايد په څرګنده پاکستان ته ووايي، پر ځای دا دې چې له امريکا سره يې شريکه کړي. 

نوموړي د خپلو په يوې برخې کې چې له رويټرز سره يې کړې دي ويلي دي چې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې تړون چې دوحه لاسليک شو، که چېرې پاکستان نه وای نو ياد تړون به نه وای لاسليک شوی.