ايران ک د کرونا ويروس وروستۍ شمېرې 

روهي (دوه نۍ/۱۲ د کب)، له چين تللی ايران د کرونا ويروس د اغېزمنو او مړو شمېرې پورته شوې دي. په تازه شمېرو کې کرونا ويروس په دغه هېواد کې  ۵۴ کسان وژلي او ۹۷۸ نور پرې ککړ دي. 

د ايران د روغتيا وزارت وياند کیانوش جهانپور رسنيو ته د پورته شېمرو د تائيد ترڅنګ ويلي دي چې مذهبي ښار مشهد کې هم مثبتې پېښې ثبت شوې دي. 

ايران کې د عامو وګړو ترڅنګ لوړپوړي دولتي چارواکي هم په کرونا اخته شوی دي. د ايران د روغتيا وزارت مرستيال، د ولسمشر مرستياله او د پارلمان درې غړي هم د کرونا ويروس له اغېزمنو دي. 

کرونا ويروس چې له چين خپور شو اوس مهال نېږدې د نړۍ ټولو هېوادونو ته رسېدلی دی. افغانستان کې هم د کرونا ويروس يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.