سمسونګ وېتنام کې د ۲۲۰ مېلېونه امريکايي ډالرو په ارزښت مرکز جوړوي 

روهي (دوه نۍ/۱۲ د کب)، د ټېکنالوژۍ په برخه کې نړيوال سمسونګ شرکت پلان لري چې وېتنام کې د ۲۲۰ مېلېونه امريکايي ډالرو په ارزښت د پلټنې او پراختيا مرکز پرانېزي. 

سمسونګ وايي چې دغه رېسرچ مرکز به له ۲۰۰۰ او ۳۰۰۰ کارکوونکي ولري او د ټېکنالوژۍ د نوښتونو په برخه کې به  څېړنې  او پلټنې تر سره کوي. 

د سمسونګ دغه مرکز په سويلي اسيا کې بې سارې دی. د انټرنېټي استخابراتو او په ځانګړي ډول  د 5G انټرنېټ په برخه کې به دغه مرکز ځاګړې برنامې تر سره کوي. 

سمسونګ د سويلي کوريا شرکت دی چې نړيوال ارزښت لري او د نړۍ په ډېری هېوادونو کې يې توليدات پيدا کيږي.