اسوشېټېډ پرېس: ولې امريکا له طالبانو سره د سولې هوکړه وکړه؟ 

روهي (دوه نۍ/۱۲ د ۱۲ کب)، اسوشېټېډ پرېس په خپلې يوې تازه مقاله کې په دوحه کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې تړون او تر شا يې د حتمالي لاملونو په اړه ليکلي دي. 

اسوشېټېډ پرېس ليکلي چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې هوکړه او له دې وړاندې له عراق د امريکايي ځواکونو وتل، د امريکا د بهرني او امنيتي سياست هغه برخه ده، چې غواړي چې کوچينو هېوادونو بهر او د نړۍ سترو هېوادونو سره سيالي پيل کړي. 

مقاله کې د متحدو ايالتو دفاع وزير مارک اسپر د دوه ورځې وړاندې ناستې ته په اشارې ويل شوي دي، چې متحد ايالت غواړي اوس مهال خپل ډېر پام د نړۍ ستر هېوادونو لکه چين او روسيې ته کړي. امريکا غواړي چې په افغانستان، عراق او يو شمېر نورو هېوادونو کې چې دوی  يې ډېر بوخت کړي دي، ځان خلاص کړي. 

ويل کيږي چې امريکا له چين او روسيې سره د پرمختللو وسلو، ټېکنالوژۍ او اقتصادي جګړې لپاره چمتوال نېسي او هڅه کې چې د افغانستان په شمول د نړۍ په ځينو نورو برخو کې چې دوی يې له کالونو بوخت ساتلي، ځاني او مالي زيانونه يې ورکړي دي؛ را بهر شي.