مايک پمپيو: پر طالبانو باور نه لرو 

روهي (دوه نۍ/۱۲ د کب)، د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې هوکړه ليک يوه ورځ وروسته د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو له سي بي اِن سره د ياد تړون په اړه خبرې کړې. 

مايک پمپيو د ولسمشر غني د تېرې ورځې څرګندونو په اړه ويلي دي، چې په هوکړه ليک کې ليکل شوي دي چې مونږ به له طالبانو، افغان حکومت او نورو افغانانو سره د بين الافغاني خبرو په اړه همکاري کوو. 

نوموړي ويلي دي چې ياد تړون  پيچلی دی او مسووليتونه لري. دلته د باور خبره نه ده موجوده بلکې، په هوکړه ليک کې د ښکېلو غاړو ژمنو ته وفاداري ده. 

پمپيو وايي چې د ياد تړون کې  دوه پټ عنصر هم شتون لري، چې يوازې د امريکا متحدو ايالتو کنګرس غړو ته به وښوودل شي او ياد عنصر د امريکايي پوځيان د امنيت لپاره اړين دي. 

مايک پمپيو سي بي اِن ته دا هم ويلي دي چې طالب مشرانو سره په تړون کې دا ليکل شوي دي چې دوی به له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړيکې پرې کوي او له امريکا سره به په ګده  مبازره کوي. 

له پمپيو پوښتنه شوې چې تاسې په تېر کې طالبانو ته ترهګر ويل اوس هم ورته ترهګر وايئ؟ پمپيو  يې په ځواب کې ويلي دي چې د طالبانو لاسونه  د ګڼ شمېر امريکايانو په وينو سره دي.