د نړۍ پنځه هېوادونو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بين الافغاني خبرو د پيل په پار کار پيل کړی

روهي (دوه نۍ/۱۲ د کب)،  آلمان، ناروې، ازبکستان، قطر او اندونیزیا هغه هېوادونه چې هڅه کوي ترڅو په نېږدې وخت کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې بين الافغاني خبرې - اترې پيل شي. 

دغه پنځو هېوادونو ځانګړې ډلې ټاکلي دي ترڅو د منځګړو په توګه د افغانانو ترمنځ د سولې خپلمنځۍ خبرې پيل کړي. د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې خبرې په قطر کې تر سره شوې او د قطر حکومت پرې خوښي ښوودلې. 

له دې وړاندې ناورې او جرمني ويلي وو چې هېوادونه يې تيار دی ترڅو د افغانانو ترمنځ د بين الافغاني خبرو کوربتوب  وکړي. 

طالبانو هم رسنيو ته ويلي دي چې دوی د افغاني خبرو لپاره تياری نيسي خو تر اوسه دا مالومه نه ده، چې په کوم ځای کې به دغه خبرې تر سره شي.