
روهي (يوه نۍ/۱۱ د کب)، جهادي قومندان او د اسلامي جمعيت ګوند د رهبري شورا غړی تورن اسماعيل خان د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په اړه د ملاهيبت الله پيغام ته منفي غبرګون ښوودلی.
د طالبانو د مشر په پيغام کې د سولې تړون د امريکا د اشغال پر واندې بريا ښوودلې شوی او مبارکي يې ويلې ده. ملا هيبت الله خپلو طالب جنګياليو غوښتي دي، چې د تېر په پرتله اوس مهال لا پياوړي او سره منظم شي.
تورن اسماعيل خان دا ډول پيغام او څرګندونې چې د طالبانو مشر کړي دي مغرورانه ښوودلي او د غرور ډکې يې بللې دي.
اسماعيل خان ويلي چې که چېرې طالبان په داسې يو مغرورانه احساس سره افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پيل کړي نو يادې خبرې به پايله ورنه کړي.