د افغانستان او امریکا ولسمشرانو  ټلیفوني خبرې کړي

د امریکا متحدو ایالتونو جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ نن ماښام د ټلیفوني تماس له لارې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني سره د سولې پروسې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې وکړې.

په دغه ټلیفوني تماس کې د امریکا متحدو ایالتونو جمهوررئیس د افغانستان د سولې په اړه د تېرې ورځې پر تحول د خوښۍ څرګندولو پر مهال، جمهوررئیس غني ته د خپلې مبارکۍ مراتب څرګند کړل.

جمهوررئیس ټرامپ وویل، په افغانستان کې د سولې پروسې د وروستیو ګامونو د عملي کولو په خاطر د جمهوررئیس غني پر رهبرۍ او د افغانستان اسلامي جمهوریت د نظام پر ظرفیت باور لري.