د بریا اووه قانونه

 
د بریا اووه قانونه
ژوند په شیبو کې ده، او مونږ په ژوند کې د دې شېبو یوځانکړې خپلواکي لرو، خپلواکي د خپل ژوند په اوږدو کې ګام اخیستل او انتخابول دی خو په دې شرط چې ګواښونه یې وزغمو، سختیو سره یې مبارزه وکړو او د بریا تر پولې وخېژو. بې له شکه چې مونږ ټول غواړو په خپل ژوند کې مو بریالي واوسو خو هره بریا ځانګړنې او قانونونه لري چې مونږ سره په بریالیتوب کې مرسته کوي.
۱ـ په وړو موضوعاتو کې فکر نه کول:
د لوړ هدف لپاره لوړ ګامونه، لوړ فکرونه وکړئ، او ټولې هغه ټاپې دې چې پر ځان نښلوي له نظره یې تېرې کړه، هره ټاپه د یوه خنډ او خو ټاکوونکې ده.
۲ـ پر ځان له حده ډېر فشار مه راوړئ:
تاسې پر  ځان  فشار راوستلو ته اړتیا نه لرئ، تاسې چې څه غواړۍ هغه یاستئ ، او د دې پر ځای چې ژوند خاطره وګنۍ یوازې تجربه یې وګڼه.
۳ـ د نورو خلکو تایید ته اړتیا نه شته:
دا اړینه نه ده چې ستاسو هر کار باید خلک وستایي، مونږ په خپله د ځان لاسنیوی کوو او یوازې خپله مو د ځان ملتیا کوو د ژوند په ډګر کې.
۴ـ  خپلې روغتیا ته مو پام کوئ:
بریا ته د رسېدلو لپاره باید روغ او سالم وجود ولرو پر ځان مو فکر وساتو ، ځکه په ناروغ ځان مونږ بې له انرژۍ د جنګ میدان ته ننوځو.
۵ـ د ټولو شیانو په کنټرول کې لرل:
د ټولو شیانو  کنټرول کې لرلو څخه ډډه وکړۍ، او دا احساس په ځان کې پيدا کړئ چې ډېر لږ شی زمونږ په لاس کې دي خو خورا ډېر شیان  دې چې زمونږ له کنټروله وتلي.
۶ـ له منفی خلکو سره ناسته پاسته ختمه کړۍ:
ځکه بریا ته رسېدل سخت کار ده، او دا سختۍ د منفي خلکو سره اوسېدو کې دوه چنده سخته ده، د دې لباره چې ستاسې مرام تل وژني او ان دا چې ستونزې درته جوړې کړي او د لارې خنډ موهم شي.
مونږ د خپلو فکرونو انتخاب لپاره خپلواکه یو او دا ځواک مونږ کې شتون لري.
۷ـ له نورو تمې ته مو هم د پای ټکی کېدئ.
 
لیکواله: مریم صدیقي