سهارنۍ کرښې!

سهارنۍ کرښې
ستاسو د هر سهار لپاره دا هغه پنځه کرښې دي، چې که هر سهار دا پنځه کرښې یاد وساتئ او په همدې لار روان اوسئ، نو هرومرو به ژوند کې مو به کامیاب شخص واوسئ:
۱ـ زه تر ټولو ښه یم.
دا جمله مو په نفس باور ډېروي، او ستاسو د بریا لار هواروي ځکه بریالیتوب تصادفي شی نه ده باید منظم پلان او په ځان باور ورته ولرئ.
۲ـ زه یې کولی شم.
تل راتلوونکي لپاره هیله مند اوسه، ځکه ستاسې اراده او غوښتنه په ژوند کې ډېره اړینه ده، یوازې دا بسنه کوي  چې تاسې یې وغواړئ، او د یوه څه لاسته راوړلو لپاره هڅه او اراده وکړئ ، تاسې همدا قوي هوډ د بریالیتوب دلیل کیدای شي.
۳ـ رب تل له ماسره دی.
بې شکه چې دا به ستاسې لومړی ګام وي د بریا. که چېرې هیڅ څوک هم زمونږ په لار زمونږ پلوی ونه اوسي ، خو د دې ویل له ځان سره مونږ تر ټولو ډېر انرژي راکوي.
۴ـ زه ګټونکی یم.
ارامښت بښونکې جمله ده. دا په یاد ولرئ چې بریالیتوب له ارامه ذهنونونه سرچینه اخلي.دا چې تل په ستونزو فکر کوو او اوس مهال مو هم له لاسه ورکوو په دې سره یو ناوړه اغېزه په اعصابو مو ولېږي چي مخکې تلل خو پرېده حتا دا ورځینی ژوند مونږ ته له کړاوونو او ستونزو سختیږي چې په داسې حال کې د ژوند مخته وړل نور ناشونی دی.
۵ـ نن ورځ زما ده.
تقریبا زمونږ ټول تشویشونه د دې لپاره دي، چې د تېرو کارونو په هکله خواشیني په اوسنی حال کې تمرکز نه لرو، او د راتلونکو لپاره مهم  ستاسو اوسني حالت دی په اوسني حال کې بریالي کسان په تدریجي ډول پرمختګ کوي . همدا واړه واړه ګامونه دي چې انسان د لویو لویو مخو په لور بیایي.
لیکواله : مریم صدیقي