د کورونا ویروس له وېرې د پاکستان چمن لاره بنده شوه

روهي(یوه نۍ/۱۱ د کب)، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د بلوچستان چارواکو ته رسمي مکتوب استولی دی او ترې غوښتي یې دي چې د چمن دروازه وتړي. پاکستان دا ګام له هغه وروسته اخلي چې افغان چارواکو په افغانستان کې د کرونا ځینې مشکوکې پېښې تاید کړې.
 
د پاکستان د عامې روغتیا د ادارې یو پلاوي د یکشنبې په ورځ  د چمن په دروازه کې د مسافرو تګ راتګ او د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره هلته د برابر شویو امکاناتو او وسایلو جاج هم واخیست. ښاغلي شاهواني وویل چې د چمن په دروازې باندې د ورځې د ۱۵زره او ۲۰زره ترمنځ مسافر د تجارت او علاج لپاره بلوچستان ته تګ راتګ کوي.
 
تر دې مخکې ترکمنستان هم د کرونا ویروس د خپرېدو له ویرې له افغانستان سره خپل سرحد تړلی و.په ایران کې په کرونا ویروس اخته لسګونه کسان مړه شول او ډېر شمېر کډوال له دغې لارې افغانستان ته تګ راتګ کوي.