واشنګټن کې وروسته له هغه بېړنی حالت اعلان شو چې یو کس د کورونا ویروس له امله مړ شو

روهي(یوه نۍ/۱۱ د کب)، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، ښايي د کورونا نورې پېښې هم ثبت شي، خو وايي امریکا هر ډول حالت کابو کولو ته چمتو ده. ټرمپ ویلي، د نورو پېښو شونتیا شته، خو له خلکو یې غوښتي چې ونه وېرېږي.دا لومړنی کس د امریکا واشنګټن ایالت په شمال لویدیځ کې مړ شوی.
 
مخکې تر دې د امریکا دولت اعلان کړی و چې ۱۴ورځې دمخه ایران ته تللی هيڅ کس بېرته امریکا ته سفر نه شي کولی. د شنبې په ورځ د امریکا سیمه ییزو روغتیايي چارواکو ویلي، په کورونا وېروس اخته کس د واشنګټن ایالت په کینګ سیمه کې مړ شوی او دغه کس هېڅ هغو سیمو ته سفر نه و کړی چې د کورونا وېروس د خطر کچه پکې لوړه ده.
 
په دې وېروس د اخته کسانو او مړینې ډېرې پېښې په چین کې دي، چې د تېر ۲۰۱۹ کال وروستیو کې دا وېروس پکې پیدا شو. دا بندیزونه وروسته له هغه اعلانېږي چې د امریکا په واشنګټن کې د کورونا کوویډ-۱۹ له امله د مړینې لومړنۍ پېښه تایید شوه.