د عامې روغتیا وزیر :افغانستان ته په اجباري  توګه د افغانانو د ایستلو لړۍ بنده کړي

روهي(یوه نۍ/۱۱ د کب)، فېروز الدین په نیمروز ولایت کې یوه خبري غونډې ته وویل، له ګاونډیو هېوادونو یې هیله ده چې په ډله ییزه توګه دې افغانان خپل هېواد ته نه شړي. افغان چارواکي اندېښنه ښیي چې په ایران کې د کورونا وېروس د خپرېدو له امله دا هېواد په ډله ییزه توګه افغانان هېواد ته راستنوي.
 
نوموړی وايي، په نیمروز ولایت کې یې هغو کسانو ته چې په نشه يي توکو روږدي دي ، سرپنا جوړه کړې او د مشکوکو ناروغانو لپاره ۱۰۰ بستریز روغتون هم لري. د افغانستان د عامې روغتیا وزیر له ایرانه غوښتي چې افغانستان ته په اجباري او ډله‌ ييزه توګه د افغانانو د ایستلو لړۍ بنده کړي، چې په افغانستان کې د کورونا وایروس د خپرېدا خطر کم شي.
 
په دې وروستیو کې زرګونه غيرقانوني افغان کډوال چې په ایران کې یې د ژوند شپې او ورځې سبا کولې د دې هېواد له لوري په زوره ایستل کېږي او پر پولو یې راستنوي.له دې سره جوخت په کابل کې د پاکستان سفارت ویلي، سر له سبا د یوې اونۍ لپاره د سپين بولدک دروازه تړي.