روهي (يوه نۍ/۱۱ د کب)، وروسته له هغې چې له چين خپور شوی کرونا ويروس د کوريا ټاپوزمې ته ورسېد، د سويلي کوريا پروګرام جوړونکو او کمپيوټر متخصصینو د ټېکنالوژۍ له لارې د کرونا ويروس پر وړاندې مبارزه پيل کړه.
اوس مهال دوی داسې يو موبايل آپلېکېشن جوړ کړی دی چې کولی شي هغه سيمه کې خبرداری ورکړي چېرته چې کرونا ويروس اغېزمن کسان شتون لري. دا په سويلي کوريا ۱۵م تر ټولو ډېر راښکته شوی موبايل آپ دی.
د دغه موبايل آپلېکېشن جوړونکی لي جون-جوان وايي چې دغه موبايل اپ يې د فيبرورۍ په ۱۱ مه نېټه ګوګل پلي سټور ته پورته کړ او تر اوسه له يو مېلېون ډېرو کسانو راښکته کړی دی.
هر کله چې دغه آپلېکېشن فعال وي نو شااوخوا سيمه کې که څوګ په کرونا ويروس اخته وي، په ګوته کوي يې او کارن ته يې په اړه خبرداری ورکوي.
لي جون-جوان وايي چې موبايل کې د دغه آپ فعال ساتل که يو څوګ پلی وي او يا هم په موټر د هغه ځای په اړه خبرداری درکوي چېرته چې پر کرونا ويروس اخته ناروغان شتون ولري.