آس په الوتکه کې؛  پېلوټانو او د الوتکي عملي ورسره څنګ سلوک  کړی؟ 

روهي (يوه نۍ/۱۱ د کب)،  رونیکا نومي يوه امريکايۍ ګرځندوۍ ده او په ډېری سفرونو کې خپل فرېډ نومی آس هم له ځان سره وړي. نوموړي دا ځل د امريکا د دالاس او تګزاس،  کالېفورنيا ته الوتنې درلودې چې اس هم ملګريتا کوله. 

رونيکا خپل آس ته د الوتکې لومړۍ څوکۍ يا بزنس سيټ نېولی وو. نوموړي ويلي دي چې د الوتکې پېلوټانو او عملې له دي او اس سره يې ښه سلواک کړی او الوتکې ته د آس پورته کولو په وخت يې ور سره مرسته کړې. 

دي خوښه وه چې آس يې نړۍ ور سره ګوري او د طعبيت له رنګونو خوندي اخلي. رونيکا زياتوي چې له دې وړاندې يې هم په هوايی سفرونو کې آس ملتيا کړي، خو ځيني وخت د الوتکې د عملې چلند ښه نه وي. 

د الوتکې دننه مسافرو هم دا يو په زړه پورې شيبه بللې او د فرېډ نوي آس سره يې انځورنه اخېستې. رونيکا د فرېډ په نوم خپل آس ته فېسبوک پاڼې هم جوړه ګړې ده؛ چې خپلې او د آس خاطرې پرې شريکې  کوي.