ننګرهار کې يو تن د انسان تښتونکو له منګولو ازاد کړای شو

روهی( یوه نۍ/۱۱ د کب ۹، د ننګرهار ولايت امنې قوماندانۍ پولیسو د حاجي اسماعيل په نوم يو تن د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړ او د يادې قضيې په تړاو يې درې تنه ونيول.

د مالوماتو له مخې حاجي اسماعيل څو ورځې وړاندې د جلال اباد ښار له پنځمې ناحيې څخه انسان تښتونکو تښتولی و.

دغو انسان تښتونکو د دغه کس له کورنۍ څخه يې د نوموړي د ازادولو په بدل کې د درې سوه زره امريکايي ډالرو غوښتنه کوله.