د هند بالېوډ اداکارې (شرتي هاسان) اصلي او د پلاستيک - جراحۍ څېره 

روهي (يوه نۍ/۱۱ د کب)، د هندوستان د بالېود سېنما مشهوره اداکاره شرتي حسن مني چې د نورو فلمي لوبغاړو په ډول يې يو څه پلاستيک جراحي کړې خو هغه خبرې دروغ بولي چې ګواکي نوموړې د ټول مخ پلاستيک جراحي کړې. 

نوموړې مني چې د خپلو شنډو يو برخه کې  يې پلاستيک جراحي کړې ده او دا هغه څه دي چې ډېری فلمي لوبغاړي يې په عادي ډول تر سره کوي. 

شرتی هاسان د ممبۍ هندارې په نوم ځايي رسنۍ ته ويلي دي، "زه له خلکو نه يم چې د ځان ښايست لپاره پلاستيکي جراحۍ وکړي او بيا يې نه مني. زما پلار او مور د شهرت لرونکو وو، نو د يوې مشهورې کورنۍ د لور په توګه زما څېره هر چا لېدلې ده او نه شم کولی دروغ ووايم." 

دغه فلمي اداکاره وايي چې پوزه يې د پېښو له امله ټپي شوې او کږه شوې وه او يوازې په دې موخه چې خپل پوزه سمه کړې، عمليات يې تر سره کړي. 

شرتی هاسان وايي چې د خپلو وېښتانو، وزن، روغتيا او رنګ خيال په طعبيي ډول ساتي. 

شرتی هاسان د وېلکم باک په نوم فلم کې ښه وځلېده او راتلونکی فلم چې نوموړې په کې مرکزي رول تر سره کړی، Devi نوميږي.