د ګډ ژوند ثمره يې يوه لور؛ سیرا او  شهروز له يو بل د ژوند لارې بېلوي 

روهي (يوه نۍ/۱۱ د کب)، د پاکستان فلمي صنعت نوموتي اداکارې سيرا او خاوند يې شهروز پرېکړه کړې چې يو بل ته طلاق ورکړي. دوی دغه خبر پر انسټګرام شریک کړی دی. 

سیرا او  شهروز نېږدې اووه کاله وړاندې واده کړی وو او د ګډ ژوند ثمره يې يوه لور ده. دغه جوړې ويلي دي چې نه حل کېدونکي ژور د نظر اختلاف سبب شوی چې دوی لارې سره جدا کړي. 

سیرا پر انسټګرام ليکلي دي چې دوی په ګډه د خپلې لور پالنه کوي. نوموړې له ټولنيزو رسنيو غوښتو دي چې شخصي ژوند کې يې له څرګندون او لاس وهنو ډډه وکړي.