ولسمشر محمد اشرف غني: د سولې په هوکړه کې د ۵۰۰۰ بندیانو خلاصېدو څه نشته

روهی( یوه نۍ/۱۱ د کب ۹، ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ رسنیو ته خبرو کې د افغانستان عظیم ولس سره ژمنه کوم چې د سولې د پروسې په برخه کې به د ولس له ټولو اقشارو سره په ګډه پرمخ ځو، زموږ یووالی زموږ د روښانه راتلونکې ضامن دی.
 
ولسمشر وویل که طالبان فکر کوي چې د افغانستان ولس له دوی سره دی، نو دا ګز او دا میدان، را دې شي او د افغانستان د ولس غوښتنې دې واورې، ولسمشر زیاته کړه چې هغه څوک چې د بند څخه خلاصېږي باید افغان ملت په دې باوري اوسي چې دویم ځل به د افغان حکومت او افغان ولس په وړاندې ټوپک نه اوچتوي.

ولسمشر  زه نه د افغانستان د اساسي قانون له لومړي او نه له دویم فصل څخه تېرېدی شم. د اساسي قانون له مخې د افغانستان نارینه او ښځې مساوي حقونه لري. زه د اساسي قانون له حکمونو څخه نه تېرېږم.

ولسمشر محمد اشرف غني زیاته کړه د طالب بندیانو آزادېدل د امریکا نه بلکې د افغان حکومت صلاحیت دی.