د امريکا او طالبانو د سولې تړون ته نړيوال غبرګونونه  

تېره ورځ د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د افغانستان د ۱۹- کلنې جګړې د سولې تړون لاسليک شو. د دغه تړون د لاسليک پر مهال د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو  او د نړۍ شااوخوا دېرش بهرنيو چارو وزيرانو او د نړيوالو سازمانو استازو برخه درلوده. ياد تړون د امريکا په استازېتوب زلمي خليلزاد او د طالبانو په استازېتوب ملا عبدالغني برادر لاسليک کړ. 

ياد تړون ته نړيوال غبرګونونه: 
۱- ملګري ملتونه:
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي آنتونیو ګوترس د سولې ياد تړون په افغانستان کې د يو تل پاتې سياسي ثبات پيل بللی دی. نوموړي د دغه تړون د هرکلي ترڅنګ ويلي دي چې افغانان بايد له دغه فرصت ګته واخلي ترڅو نړيوال تاوتريخوالی راکم شي.

۲- قطر: د قطر بهرنيو چارو وزیر   شیخ محمد بن عبدالرحمن چې تېره ورځ يې د تړون د لاسليک په مراسمو کې هم ګډون درلود هيله ښوودلې ده چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه ليک به سيمه او نړۍ کې سولې، پرمختګ او نېکمرغۍ  ته لار هواره کړي.  شیخ محمد بن عبدالرحمن ویلي دي چې د قطر هېواد منځګړېتوب وکولی شول چې د دغه تړون لاسليک ته لار پرانېزي. 

۳- سعودي عربستان: د سعودي عربستان بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي دي چې هېواد يې هيله لري چې د سولې دغه تړون به په افغانستان کې د يوې تل پاتې او  هر اړخيزې سوله پيل شي. 

۴- ناټو: ناټو د تړون د هرکلي ترڅنګ ويلي دي چې په دې سره به افغانستان کې د امريکا متحدو ايالتو متحدو ځواکونو شمېر راکم شي. ناټو دغه تړون د بين الافغاني خبرو لپاره لار او په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمولو لپاره ښه فرصت بللی. 

۵- پاکستان: لومړي وزير عمران خان ويلي دي چې دوی د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون هرکلی کوي او هيله لري چې دغه تړون به د لسيزو جګړه ځپلي افغان ولس لپاره د سولې او ارامۍ سبب شي. عمران خان په ټوېټر ليکلي دي چې د ۴۰ کالونو افغان جګړه ځپلي ولس ته د سولې  دعا کوي. 

ولسمشر ټرمپ هم د سولې تړون هرکلی او ويلي دي چې په نېږدې راتلونکي کې به له طالب مشرانو سره وګوري. طالب سياسي مشر ملا عبدالغني برادر له ټولو افغانانو غوښتي دي چې د سولې لپاره کار وکړي او د خبرو په مېز سره راټول شي.