اسوشېټيډ پرېس: طالبانو په ۲۰۱۰ کې د خبرو او سولې تړون د لاسليک ويلي وو خو امريکا يې وړانديز رد کړ 

روهي (يوه نۍ/۱۱ د کب)، تېره ورځ قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې تړون د لاسليک په اړه اسوشېټيډ پرېس په يوې خپرې شوې مقالې کې دغه تړون او له دې وړاندې وختونو ته کتنه کړې ده. 

په دې مقاله کې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي له قوله ليکل شوي دي، چې د طالبانو اوسني سياسي مشر ملا عبدالغني بردار په ۲۰۱۰ کې له امريکا غوښتي وو چې خبرو ته سره کيني او د خبرو له لارې سولې ته ورسیږي، خو هغه وخت يې امريکا وړانديز رد کړی وو. 

امريکا نه يوازې د طالبانو دغه وړانديز رد کړ، بلکې د پاکستان  ای اِس ای په مرسته د امريکا استخبارتي ادارو  ملا عبدالغني بردار ونېول شو او زندان ته واچول شو، چې بيا په ۲۰۱۸ کال کې ازاد شو. 

امريکا له طالبانو سره پټې خبرې په ۲۰۱۳ کال کې پيل کړې او ورپسې په ۲۰۱۸ کال کې ولسمشر ټرمپ زلمی خليلزاد له طالبانو سره د خبرو لپاره رسمي استازی وټاکلو.

دغه مقاله کې ليکل شوي دي چې داعش وسله واله ډله چې طالبان او امریکا دواړه د دښمن په سترګه  ورته ګوري، د دغه شوي تړون له لارې به امريکا او طالبان سره ملګري کړي او د داعش پر وړاندې به ګډ سنګر ونېسي. 

اسوشېټيډ پرېس په يادې مقاله کې له تړون وروسته د بين الافغاني خبرې، جمهوريت او که د طالبانو امارت او د ښځو حقوق هغه مسايل ليکلي دي، چې حل به يې وخت ونېسي او ستونزمن به وي.