افغان ایلیون لوبډلې په تمریناتي لوبه کې د دهلي لوبډلې ته د ۸۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه

روهی( یوه نۍ/۱۱ د کب)، د هندوستان په ګریټر نویډا ښار کې نن افغان ایلیون لوبډلې د ډهلي لوبډلې ته د ۸۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه. دا چې د پچې په ګټلو سره افغان لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او د باران ورښت له امله لوبه ۱۹ اورونو ته راښکته شوې وه.

افغان لوبډلې یې په ترڅ کې سیالې لوبډلې ته د ۲۳۱ منډو هدف وټاکه چې د توپوهونکو له منځه یې رحمن الله ګربز ۶۴، نجیب الله ځدراڼ او اصغر افغان هر یوه ۶۰ او کریم جنت ۳۲ منډې وکړې.

ورپسې د ډهلي لوبډلې توپوهنه پیل کړه چې د افغان ایلیون لوبډلې پر وړاندې یې مقاومت ونه شو کړلی او یوازې د ۱۴۴ منډو په ترلاسه کولو سره یې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه، په داسې حال کې چې د افغان توپ اچوونکو له منځه مجیب االرحمن درې، کریم جنت او ګلبدین نایب دوه-دوه، شاپور ځدراڼ او راشدخان بیا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه او د خپلې لوبډلې په نوم یې بریا ولیکله.