د تلپاتې پرمختيا  (SDG) موخي څومره په کليو کې پلي شوې؟

پيژندنه 
په دې ليکنه کې  د تلپاتې پرمختيا د موخو (SDGs)  پيژندنه کوو، ورپسې د افغانستان په لنډ ټولنيز او اقتصادي حالت خبرې کوو او بيا به  د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د 1398 کال په فعاليتونو او لاسته راوړنو خبرې وشي، چې د تلپاتې پرمختيا له موخو سره  سمون خوري.
 
بايد ياده شي، چې د ( SDGs)  د موخو پلي کول د افغانستان دولت او وزارتونو ګډ کار دی، په دې ليکنه کې د کليو بيارغونې او  پراختيا وزارت په فعاليتونو خبرې شوي.
 
( SDGs) تلپاتې پرمختيا 
 د ملګرو ملتونو د اقتصادي پرمختيا ادارې له لوري د  2015 کال د سپټمبر د مياشتې په عمومي ناسته کې د نړۍ د خونديتابه  او ټولېزې پرمختيا په موخه د 2030 کال  پورې 17 موخې وټاکلې ، چې د تلپاتې پرمخيتا د موخو (SDGs) په نوم  ياديږي.
 

 
مونږ په دې ليکنې کې له دې  17 موخو په هغو يې بحث کوو، چې  د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت له کاري ساحې او کړنلارې سره سمون خوري، لکه ( 1)  د غربت کمښت، 2) د لوږې ختميدل،3) روغتيا او روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی، 4) زده کړو ته لاسرسی، 5)   د جنسيتي توپير له منځه وړل، 6) د څښاک اوبه او د اوبه خور اوبه، 7) انرژۍ، 8) کاري بوختيا ( (UN, 2018).) 
 
د هېواد اوسنی حالت 
د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، چې  له نيمايي کم خلک، روغتيايي خدمتونو ، زده کړو، د ښه ژوند معيارونو ته لاسرسی،دندې او خوندي امنيت لري   د دې ترڅنګ په کليو کې د غربت کچه 61 سنله او په کوچيانو کې 89 سلنه ټاکل شوې ده . د کليوالي خلکو د عايد ستره سرچېنه  کرنه او مالداره ده.( ۲ (BBC, 2019))
 
د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت  او د کليوالو اړتياوې
د (SDGs)   اوله او دويمه موخه ( غربت او لوږه ): که  څه هم د غربت او لوږې کمښت ډير کار، وخت او بوديجه ته اړتيا لري، ځکه په افغانستان کې د غربت او لوږې لاملونه ګڼ دي.
 

 
د ځينو  راپورنو په اساس  په افغانستان کې د غربت لاملونه : 1) فساد، 2) جګړه او تاوتريخوالی، 3) د اقتصادي زېربناو په سم ډول نه کارول او نشتون، 4) زده کړو ته نه لاسرسی دی(   (EDITORIALS, 20018) )
 
د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت  په 1398 کال کې 5279 پروژې بشپيړې کړې، چې  11 ميليونه خلک ترې ګټه اخلي او د څه کم 9 زره پروژو چارې يې روانې دي، چې  په بشپړيدو سره به 15 ميليونه خلک ترې ګټه واخلي.
 
له  دې ټولو پروژو څخه 26  ميليونه خلک ګټه اخلي، چې کولای شي د دوی ځينې مهمې اړتياوې تر يوه بريده ور پوره کړي، خو کافي په هېڅ صورت نه دي، لا ډير کار، وخت او لګښت ته اړتيا ده، چې  ټاکليو موخو ته ورسيږو.
 
د دې ترڅنګ په کوچيانو کې د غربت سلنه ډيره لوړه ده،  د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت ورته 30 ميليونه ډالره  ځانکړي کړي ، چې د دوی لومړنۍ اړتياوې لکه د څښاک اوبه، انرژۍ، روغتيا او زده کړو ته د لاسرسي کچه لوړه کړي.  کوچيانو ته د پروژو د تطبيق بهير پيل شوی دی.
 
ميرمنې د افغاني ټولنه بله ډيره زيانمنه شوې کتله ده، چې د کليو بيار غونې او پراختيا وزارت ورته 100   ميليونه ډالره ځانکړي کړي دي، چې د افغانستان په 5 زره کليو کې به 500 زره مېرمنو ته په کور دننه کاري بوختياوې برابرې کړي.
 
د فقر د کمښت لپاره د عوايدو زياتوالی لومړنی فکتور دی، د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت پلان لري، چې په راتلونکو پنځو کالونو کې د اوبو د مديريت د پلان   په مټ پر کرنه د بوختو کليوالو د توليد کچه 20% سلنه لوړه کړي او د دوی په عايد کې 30% سلنه زياتوالی راولي( (JMP, 2017)).
 

 
 وزارت يوه بله هڅه هم کړې ده، چې کليوال په خپله  غذايي بانکونه جوړ کړي، تر څو په خپل کلي کې د بېوزله او هغو کورنيو سره چې خوراکي توکي نه لري مرسته وکړي، تر  اوسه د هېواد په 34 ولايتونو کې څه کم لس زره غذايي بانکونه جوړ شوي دي، چې څه کم 100 زره خلک تري گـټه اخلي.
 
د ( SDGs ) دريمه موخه: روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی: د موخې مسوول د عامې روغتيا وزارت دی، خو په ځينو کليو کې د سړکونو نشتون، د څښاک صحي اوبو ته نه لاسرسی او د عامه پوهاوی کمښت د ګڼو ناروغيو لاملونه دي.
 
د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت  په ۱۳۹۸ کال کې څه کم 5 ميليونه خلک د سړکونو د جوړولو له لارې له لومړنيو خدمتونو سره ونښلول او د څښاک  اوبو کچه يې له 30 څخه 53 سلنې ته لوړه کړه.
 
د (  SDGs ) څلورمه موخه: زده کړو ته لاسرسی، د دې موخو ډير مسووليت د پوهنې وزارت لري، خو د ښه چاپيريال او د ښوونځيو د ودانيو د نشتون ستونزې د زده کوونکو د زده کړو بهير ننګولی.  د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت 6000 ښوونځي جوړوي، چې د 1528 ښوونځيو د جوړولو چارې يې روانې دي. د دې ښوونځيو په جوړيدو سره به 80% سلنه د ښوونځيو د ودانيو د نشتون ستونزه حل شي او  2,16 ميليونه زده کوونکو ته به د زده کړو غوره چاپيريال برابر کړي.
 
د ( SDGs) پنځمه موخه : جنسيتي توپير له منځه وړل: د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په چوکاټ کې  څه کم 12 زره پرمختيايي شوراګانې جوړې کړي، چې په دې ټولو شوراګانو کې د ښځو ونډه نيمايي ده.
 
د (SDGs)   شپږمه موخه : د څښاک او اوبه خور اوبه : د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت  يوازې په ۱۳۹۸ کال کې د هېواد په کليو کې د څښاک د اوبو په برخه کې 2430   پروژې پلې کړي، چې 7,5 ميليونه هېوادوالو ترې ګټه اخلي او 2523 نورو پروژو چارې روانې دي، چې په بشپړيدو سره به ترې  4,8 ميليونه خلک ګټه واخلي.
 
د اوبه خور په برخه کې  2018 پروژې بشپړې کړې دي، چې  21 زره هکتاره ځمکه به خړوبوي او د 2763  نورو پروژو چارې روانې دي، چې له بشپړيدو وروسته به 5  زره هکتاره ځمکه خړوب کړي. 
 
د (SDGs )  اتمه موخه: انرژي: د انرژۍ په برخه کې د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت 82  پروژې بشپړې کړي، چې 100 زره خلک ترې ګټه اخلي او د 800 نورو پروژو چارې روانې دي.
 
د دې ترڅنګ په  13 سرحدي ولايتونو( خوست، ننګرهار، کونړ، نورستان، هرات، نيمروز، پکتيا، پکتيکا، کندهار، هلمند، فراه، زابل او  لوګر) کې د برېښنا رسونې د بلې پروژې چارې به ژر پيل شي، څه کم 500 زره خلک به تري ګټه واخلي.
 
د (SDGs ) اتمه موخه: کاري بوختيا: د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت په 1398 کال  کې 25 ميليونه کاري ورځې ايجاد کړي دي او 100 زره مېرمنو ته کاري بوختيا برابره کړې ده.

 
سرچېنې
BBC. (2019, March ). Retrieved from https://www.bbc.com/persian/afghanistan-47764893
EDITORIALS. (20018, JULY 18). Retrieved from OUT LOOK: http://www.outlookafghanistan.net/editorialdetail.php?post_id=21374
http://www.afghanistantimes.af/over-half-of-afghans-live-in-comprehensive-poverty/. (n.d.).
https://www.un.org/development/desa/disabilities/envision2030.html. (n.d.). Retrieved from UN.
JMP. (2017). Progress on Drinking Water. https://www.communityledtotalsanitation.org/sites/communityledtotalsanitation.org/files/JMP_2017.pdf.
UN. (2018). UN. Retrieved from UN: https://www.un.org/development/desa/disabilities/envision2030.html