که طالبان په خپلو ژمنو وفا ونکړي نو له امریکا سره تړون به لغوه شي

روهي(نۍ/۱۰ د کب)، د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر وویل: " دا له طالبانو سره یو تاریخي تړون دی، که طالبان په خپلو امنیتي ضمانتونو او له افغان حکومت سره د خبرو د پیلولو په اړه په خپلو ژمنو وفا ونکړي، امریکا به د تړون په لغوه کولو کې هېڅ زړه نازړه نشي.
 
د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپرهیله وښوده چې دا تړون به په افغانستان کې دایمی سولې ته لار پرانیزي او دا هېواد امریکا او نورې نړۍ ته به ګواښ پېښ نکړي خو ټېنګار یې وکړ چې له افغانستان څخه به یې د ځواکونو وتل د سولې د شرطونو په تطبیق پورې تړلی وي.
 
ښاغلي اسپر په ټېنګار سره وویل چې دا تړون په ځینو شرایطو ولاړ دی او هغه شرایط باید تطبیق شي. نوموړي دا څرګندونې د په کابل کې هغه مهال وکړې چې په قطر کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو د سیاسي دفتر له استازي ملا غني برادر سره "افغانستان کې د سولې راوستلو تړون" لاسلیک کړ.