ترکیې د اروپا دروازې د کډوالو پر مخ خلاصې کړې

روهي(نۍ/۱۰ د کب)، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه د جنګ ځپلې سوریې د کډوالو نوې څپه نشي زغملی. هغه وویل چې دغو کډوالو ته به اجازه ورکړي چې نورو اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي. ترکیې له هغه وروسته دا اقدام وکړ چې د سوریې د هوايي ځواکونو په برید کې د ترکیې لږ تر لږه ۳۳ سرتېري ووژل شول او په بدل کې یې ترکیې په سوریې کې هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل.
 
رجب طیب اردوغان وویل چې له تېرې ورځې راهېسې له اروپا سره د ترکیې په سرحدونو کې شاوخوا ۱۸۰۰۰ کډوال راټول شوي او ښايي د هغه په خبره دا شمېره ۳۰۰۰۰ ته ورسیږي. اروپايي ټولنې له ترکیې سره یو تړون لاسلیک کړی و چې په اساس به یې ترکیه د سوريې کډوال په خپله خاوره کې ساتي او د اروپا نورو هېوادونو ته به یې نه پریږدي، خو اوس ترکیه وايي چې دا کار نور نشي کولی.