محسن داوړ: د امن معاهده دې په اصلي مانا د امن معاهده وي نه دا چې د معاهدې تر شا پښتون افغان وطن ته بل جنګ راوړي

راپور: محمد مبین هڅاند  روهی( نۍ/۱۰ د کب )، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر ( محسن داوړ ) په خپل ټوېټر لیکلي چې د مذاکراتو مرسته هر عدم تشدد فکر لرونکی د پاره ډېر مهم او غوره عمل وي.
 
د مذاکراتو مهمه لړۍ به په بین الافغاني مذاکرات وي، زمونږ خواهش دی چې مذاکرات کامیابي ترلاسه کړي.
 
هغه ویلي خدای دې وکړي چې افغانستان کې تلپاتې سوله راشي.
 
ګاونډي او نړیوال هېوادونه باید بین الافغاني مذاکراتو کې لاس وهنه ونه لري.
 
هغه همدا ډول یادونه کړې چې افغانستان اسلامي جمهوریت او د افغانستان ټولو دولتي ادارو او آیین ته درناوی وشی.
 
نړیوالو قوتونو باندې هم غږ کوو چې د آمن معاهده دې د اصلي مانا د آمن معاهده وي نه داچې د معاهدې ترشا پښتون افغان وطن بل جنګي پراجېکټ راوړي.
 
هغه زیاته کړې مونږ د هرې جنګي پالیسۍ خلاف یو او د خپل وس مطابق به یې پر وړاندې مزاحمت کوو، بین الافغاني مذاکراتو کې دې افغانستان ولسي رایو ته باید درناوی وشي.
 
هغه په پای کې ویلي د آمن تړونونه دې د لري بري نه، بلکې د افغان وژنې خاتمې په اساس وشي، افغانستان جمهوري عمل ته دې باید هيڅ ډول جوړ نه شي.