پمپیو:په ایران زمونږ پام دی چې د افغانستان سولې بهیر ته تاوان ونه رسوي

روهي(نۍ/۱۰ د کب)، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د امریکا ولسي جرګه کې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د پوښتنو او ځوابونو ناسته کې وویل،‌ پر ایران یې نظر ډېر دی چې افغانستان کې د سولې هڅې ګډوډې نکړی تر یوې اونۍ اورکم وروسته په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي.
 
خو طالبان وايي، په دوحه کې به له افغان پلاوي سره خبرې ونه لري. ویل کېږي د سولې د دغه تړون لاسلیکېدو ته به د کابو دېرشو نړیوالو سازمانونو استازي ورځي.غو مراسمو کې د افغان سوله کې د ښکېلو هېوادونو استازي هم ورځي.امریکايي سرچینې وايي، که اورکم بیا هم دوام وکړي، په لومړي ګام کې به کابو ۴ زره امریکايي سرتېري له افغانستانه ووځي.په دې سره به په افغانستان کې د مېشو امریکايي ځواکونو ۸۶۰۰ شمېر راکم شي.
 
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ سرچینې وايي، یو شپږ کسیز پلاوی یې له طالبانو سره د لومړنیو خبرو لپاره دوحې ته استولی دی. په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته وویل، د دې هوکړې له مخې به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته لار هواره شي.ددې هوکړې په لاسلیکېدو به،‌ د بین الافغاني خبرو لپاره هم زمینه برابره شي.